نظم

حق د دروېشانو

خوشحال خان خټک

فرض دی حق د دروېشانو

په همه توانگرانو

خدای چې مال و چاته ور کا

په نادار دې نظر کا

د دروېش چې څه حاجت وي

پرې دې هومره سخاوت کا

که زکات که صدقه وي

که خيرات که نفقه وي

چې دروېش وته رسېږي

دولتمند دې هوسېږي

چې محتاج د دروېش نه شه

بل دروېش محتاج دده شه

بل چې ور کړه په دروېش کا

ځان دا ځل د خدای په وېش کا

ور کړه کله حبطه وي

لس دلې هورې اوبه وي

دروېشان هديه دخدای دي

په سايه لکه همای دي

د همای سايه نادره

گوره چېرته شي حاضره

ورکوه زاغ و زغن ته

هر مارغه سايه فگن ته

گوندې وي چې ستا په لومه

همای رای شي له کومه

د دروېش د زړه ساتنه

غنيمت گڼه لا کنه

د دروېش خاطر که ښاد کا

درست حاصل د زړه مراد کا

چې دروېش له چا آزار شي

په دنيا په دين به خوار شي

څوک چې يو دروېش آزار کا

قتل عام ملک هزار کا