نظم حق د دروېشانو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 فرض دی حق د دروېشانو په همه توانگرانو 02 خدای چې مال و چاته ور کا په نادار دې نظر کا 03 د دروېش چې څه حاجت وي پرې دې هومره سخاوت کا 04 که زکات که صدقه وي که خيرات که نفقه وي 05 چې دروېش وته رسېږي دولتمند دې هوسېږي 06 چې محتاج د دروېش نه شه بل دروېش محتاج دده شه 07 بل چې ور کړه په دروېش کا ځان دا ځل د خدای په وېش کا 08 ور کړه کله حبطه وي لس دلې هورې اوبه وي 09 دروېشان هديه دخدای دي په سايه لکه همای دي 10 د همای سايه نادره گوره چېرته شي حاضره 11 ورکوه زاغ و زغن ته هر مارغه سايه فگن ته 12 گوندې وي چې ستا په لومه همای رای شي له کومه 13 د دروېش د زړه ساتنه غنيمت گڼه لا کنه 14 د دروېش خاطر که ښاد کا درست حاصل د زړه مراد کا 15 چې دروېش له چا آزار شي په دنيا په دين به خوار شي 16 څوک چې يو دروېش آزار کا قتل عام ملک هزار کا Dictionary meaning × Headword