نظم

حاضر جوابي

ګل پاچا الفت

څو اديبان او شاعران په يوه لارو روان

هر يوه بل ته ورکاوه د ظرافت امتحان

له هغې خوار راغله څو خره يو د بل څټ گراوه

د خوخارۍ ډېر ښه مثال چې شولو دوی ته عيان

مجروح الفت ته ويل گوره! خرو کښې هم شته الفت

الفت وې هو! لکه په تاسو کښې چې زه يم آلان