غزل حيران يم، نه پوهېږم چې له ياره مخ پوښل څه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 حيران يم، نه پوهېږم چې له ياره مخ پوښل څه اغيارو ته په قهقه لا له ورايه خندېدل څه 02 که نه يې وي په زړهکې له عاشقه سره مهر سکه ده وته دا غنج و دا دلال او دا ښکنځل څه 03 هغه مې چې ليدلی د خپل يار ښايسته مخ دی که حورې، که پري وي و بل مخ وته کتل څه 04 ښه يې دي ويلي چېزړه يو دی يار دې يو وي ښه ده دا خبره، چې سر يو او سودا سل څه 05 زار، ژړا هغه کا چې ديار له مخه دور وي وخت د يار د وصل کوک په کوک نارې وهل څه 06 خوشال دې ښه چې مړ کړ، ته په کوم توکي دلگير يې تر سر دې صدقه شم، گوندې تاته چا ويل څه د قاموس مانا × اصلي کلمه