غزل حيران يم، نه پوهېږم چې له ياره مخ پوښل څه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 حيران يم، نه پوهېږم چې له ياره مخ پوښل څه اغيارو ته په قهقه لا له ورايه خندېدل څه 02 که نه يې وي په زړهکې له عاشقه سره مهر سکه ده وته دا غنج و دا دلال او دا ښکنځل څه 03 هغه مې چې ليدلی د خپل يار ښايسته مخ دی که حورې، که پري وي و بل مخ وته کتل څه 04 ښه يې دي ويلي چېزړه يو دی يار دې يو وي ښه ده دا خبره، چې سر يو او سودا سل څه 05 زار، ژړا هغه کا چې ديار له مخه دور وي وخت د يار د وصل کوک په کوک نارې وهل څه 06 خوشال دې ښه چې مړ کړ، ته په کوم توکي دلگير يې تر سر دې صدقه شم، گوندې تاته چا ويل څه Dictionary meaning × Headword