نظم
حوار حسن
ګل پاچا الفتپه زړو جامو کښې ما وليده حوره
د بدرنگې مېرمن لاس لاندې مزدوره
په ښايست کښې لکه مياشت وه نوراني
په خوی کښې پرښته وه آسماني
په نسب وه له هرچانه معتبره
په حسب باندې مېرمنو نه بهتره
نه پوهېږم تقاضا وه د آسمان دا
او که خوی يا طبيعت و د انسان دا
چې دا هسې شان بشره ښايسته له لمره
غورځولی زمانې وه له نظره
د يوسف د غلامۍ يو ښه نظير و
په رښتيا چې د همدغه خوب تعبير و
راته ويې ويل د حال په ژبه باندې
غريبي په سړی هسې چارې کاندی
قيمت نلري ښايست د مزدورانو
نه ښه خوی لره څوک گوري د خوارانو
خدای راکړی ښه صورت ښکلی سيرت دی
خودخوار حسن لږ قدر لږ قيمت دی
په زړو جامو کښې څوک نه ليدل کېږي
حقيقت زاړه لباس کښې رټل کېږي
ډېر زما په څير ښايسته ښکلی ښاغلی
مدام وينځی د پردوکالی ناولی
بل شی نه دی عاجزي او غريبي ده
چې په نظر کتلی هر سړی ده
هنرونه پټوي دانسانانو
خاورې مښې په مخ باندې دخوارانو
ښه اشخاص زاړه لباس کښې وي بې قدره
بد سړی په ښه لباس شي عاليقدره
ډېر ښه خلق په دنيا کښې خوار وزار شته
بډايانو کښې ډېر خلق بد کردار شته
پام کوه په سپين سپېڅلومه غولېږه
بې پرواله خاکسارانو مه تېرېږه
په جنډو کښې ښه ښه خلق ما ليدلی
دخوارانو په جامو کښې وي ښاغلی
چينجی اوسي د ورېښمو په قبا کښې
پټ مخ گرځي ريا کار سپينه رداکښې
د يوسف څيرو جامو کښې څه گناه ده
ښه لباس کښې چې گناه کړي زلېخا ده
راځی! څيرې کړو داښې جامې رنگينې
پکښې وگورو څېرې ډېرې ننگينې