نظم
حسب الحال
ګل پاچا الفتزمونږ دتورې شپې احوال باد سبا ته وايه
د پتنگانو بېتابي د عشق رڼا ته وايه
ړندو ته مه وايه د سپين مخ او د تورو زلفو
د سروگلونو يابلبلې يا بوراته وايه
رنځور ته وايه د دوا او د طبيب دراتلو
د مېلمستيا دساعت تېرۍ د ښکار بل چاته وايه
د عيش عشرت قصې کوه له دولتمنو سره
دخوار غريب او د مظلوم افسانې ماته وايه
که د خيرات زکات او سقاط دې چا نه واورېده څه
په منډه ورشه کوم آخوند غوندې ملا ته وايه
چې هېڅ تاثير ورباندې نه کوي او هېڅ نه کوي
د وطن غم رئيس وزير لويې اروا ته وايه
که ډېر بحثونه دې زړه غواړي او هر قسم وينا
هره خبره چې وه يو ځلی شورا ته وايه
ور سره مکړه جدي بحث د عمل خبرې
که دې کوم ښه بيت چانه واورېده گوياته وايه
چې دې ناپوهه او بېکاره په چوکۍ وليده
ته يې په هر ساعت په هر ځای کې هر چاته وايه
که نالايق ته چا څه نه ويل او نه و تميز
کوريې مرگی ته وښيه تورې بلاته وايه
قسم خواره دې که په کارو واو د دروغو شاهدان
هر څه به خدای کاندی اسان ملک کا کاته وايه
ليلی دې مسته او تازه گرزي چړچې دې کوي
د عشق غمونه لېونيو دصحرا ته وايه
چې طبيعت يې ښه شي موټی موټی غوښې واخلي
آغا آغا په هر ساعت بادارآغا ته وايه