غزل عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا 02 معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا 03 په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا 04 دوه مين که سره هر څو، مرور وي خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا 05 تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي که راپورته محبوبا سترګې شهلا کا 06 څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه ما به هم په هومره داغه مبتلا کا 07 همګي يې ستا له مخه ګفتګوی شي چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا 08 په ځير ځير يې مخ ته مه ګوره خوشاله! په خاطر به دې د اور لمبې والا کا د قاموس مانا × اصلي کلمه