غزل عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا 02 معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا 03 په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا 04 دوه مين که سره هر څو، مرور وي خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا 05 تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي که راپورته محبوبا سترګې شهلا کا 06 څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه ما به هم په هومره داغه مبتلا کا 07 همګي يې ستا له مخه ګفتګوی شي چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا 08 په ځير ځير يې مخ ته مه ګوره خوشاله! په خاطر به دې د اور لمبې والا کا Dictionary meaning × Headword