نظم
جوي انقلاب
ګل پاچا الفتدا هوا د طوفانو هيولی ده
هندوکش پامير د لوی طوفان ماوی ده
زلزلې که وران کړه خلم کښې کورونه
د سېلاب خواهم سړه په مونږ بيا بيا ده
تورې لړې تل زمونږ په سروگرزي
گړز و گړوز دی تندريزه يې برېښنا ده
له بارانه يې سېلاب راځي د مخه
نه سبا نه بېگا گوري څه بلا ده
خلک وړي کورونه وړي فصلونه هم وړي
د عمل د آزادۍ دغه معنا ده
د چا ځوی مړ د چا پلار مړ د چا ورور مړ
کونډې ژاړي دځوی مړو واويلا ده
مصيبت په مصيبت غم په غم اوري
دا فضا د غم باران سره آشنا ده
د خوښيو کور يې وران کړ زړونه يې مات کړه
هېره کړې خولو خندا شونډو مسکا ده
مهار کړی هېچا نه دي سېلابونه
څومره مطلق العنانه اوريا ده
له بډايه په څنگ ځي خوارن يې چټ کړه
نه وړي هغه سرمايه چې د ربا ده
د جوي انقلاب زړه په مونږ سوړ نشو
که په کور کښې مو هر څو سړه سنا ده
د فضا تسخير ته ملا بشر تړلې
فضا ځکه قهرجنه په هر چا ده
پاکستان، هند او نيپال کښې سېلابونو
تباهۍ ته ملا تړلی د دنيا ده
زلزلو د چين شمال کښې ځای نيولی
په قفقاز کښې زمکه هم په رېږدېدا ده
فليپن کښې زلزلې قيامت جوړ کړی
ناقراره نا آرامه آسيا ده
زمکه څه ويني په مخکښې چې له ډاره
لکه پاڼه هر وخت رېږدي وارخطا ده
چې له قهره زړگی ډک د طبيعت شي
تشوي يې په مونږ، مونږ کښې څه گناه ده
نفس ظالم، تربور ظالم دي خان ظالم دی
له هر چا ظالمه لا هوا فضا ده
چې په دغسی هوا کښې يې غټ شوی
سره! ستا مغزو کښې هم دغه هوا ده