غزل
ژوندي کاندي د دنيا کاروبارونه
رحمان باباژوندي کاندي د دنيا کاروبارونه
په مړو پرېواته دخاورو انبارونه
څوک سر تور پښې ابله خاورو لره درومي
چا کاږه دي په سر ايښي دستارونه
ښه تو ښه د سکه روڼو سره نه شي
بلکې يو ځبله اخلي آزارونه
د يوې دانې له ښاخه پيدا کېږي
په چمن کې هم گلونه هم خارونه
هومره خلک هره ورځ له دنيا درومي
چې يې نه په چا حساب شي نه شمارونه
يو يو وار دی په هر چا باندې تېر شوی
همېشه په هېچا نه وي دا وارونه
ډېر تودوکي بازار گي مې له سر تېر دي
څوک دې نه کا په ما قينج و بازارونه
جدايي د اشنايانو هر دم کاندي
په رحـمان باندې دتورو گوزارونه
پټ پناه مې په خاطر لگي اورونه
چې راياد شي دميينو بشرونه
تل جرس درته واهه د کوچ ډليل شي
پردېسيانو زلميو وتړئ بارونه
راشه ورشه حال يې وگوره چې څه دی
پر ميينو باندې پرېواته قبرونه
تا چې دا شېرين بشر خاورې بيابان کړ
تر شېرين بشر يې وخاته خارونه
دا مين چې تا ليده اوس ليده نه شي
دي بند شوي د لحد په حصارونه
يوه ذره دمحبت ورکړه رحمانه ته
چې بې تا يې په زړه نور نه شي فکرونه