غزل

که خپل زړه غواړې له چا

رحمان بابا

که خپل زړه غواړې له چا

ځان صياد کړه د عنقا

د حباب کلاه په سر کړه

سور په اس شه د هوا

لکه خضر هسې پاڅه

اوبه وڅښه د بقا

له زمينه قدم کښېږده

په اسمان لکه عيسي

د هغه استاد شاګرد شه

چه دروښئ کيميا

ته سر پريکړه وئې غواړه

چه مونده شي په بها

دا چه ما درته بيان کړه

که حاصل کړې واړه دا

هاله طمع کړه رحمانه

دخوبانو له وفا