غزل

که د عشق لاره اغزنه ده هر گور

رحمان بابا

که د عشق لاره اغزنه ده هر گور

د عاشق په پښو څپلۍ دي د اور

که ديدن د گلعذار په انتظار شي

زما سترگې دي شبنم غوندې څلور

تېغ د اوسپنې محتاج د نرم آب وي

قرب و حلم يو په سله وي تر زور

له لويۍ له سرکشۍ زما توبه ده

خدای څوک مه کړه د اسمان په څېر نسکور

خدای زده څه سودا به پېښه په بازار شي

د بازار خبرې نه شي په خپل کور

دا همه واړه عاشق لره پيدا شو

که تهمت که ملامت دی که پېغور

جفا جور ناز و کبر د خوبانو

ما په ځان دي قبول کړي لکه پور

راحت بې زحمته نه دی چا موندلی

غم ښادي دي ددې دهر خور او ورور

رحمان هسې په خپل يار پسې غوڅ غوڅ يم

لکه غوڅ په خپل اولاد وي پلار او مور