غزل

که د ستا دخاطر مينه په اغيار وي

رحمان بابا

که د ستا دخاطر مينه په اغيار وي

ستا لپاره دې اغيار هم زما يار وي

چې سړی په يوه مخ باندې مين وي

له يوه مخه يې سل مخه په کار وي

هر چې کاندي نوکري دبادشاهانو

خواه ناخواه د دربانانو منت بار وي

زه به ستا له رقيبانو څه ما نه کړم

دا دستور دی چې له گله سره خار وي

څو سل خاره يې ښخ نه شي په ټټر کې

کله وي چې د بلبل و گل ته لار وي

سجاده به د ساقي د لارې فرش کا

هر صوفي چې د سرو سترگو خريدار وي

په جذبه د عاشقۍ په لېونی شي

که په قطع افلاطون غوندې هوښيار وي

په رحمان باندې به هېڅ ملامت نه کا

هر سړی چې ستا له حسنه خبردار وي