غزل
که د يار د پاره غم شدت څوک مومي
خوشحال خان خټککه د يار د پاره غم شدت څوک مومي
په خندا، خندا دې مخې تهور درومي
د هغه سړي ياري څه يار ي نه ده
چې بې ياره يې اوبه درومي تر کومي
زه له ورايه ورته گورم، يار مې گوره
د اغيار سره دميو پيالې شومي
ما به څه پوښتې زما ديار له نومه
يو بې رحمه، بې وفا بې مهره نومي
نه يې زه يوازې قتل په غمزو يم
څو يې ماغوندې په وره کې دي لړومي
په فراق يې زما اوښکې هسې تله کا
لکه څوک چې اخته شوی وي په دومي
دا دواړه بدان نه گوري له کسته
په ښه مخ باندې ومه شه دانې، سپومي
که تازه يار يې ښې نه دي خوشاله!
څوک په څه خوښوي غوښې د ورغومي