غزل که د يار د پاره غم شدت څوک مومي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که د يار د پاره غم شدت څوک مومي په خندا، خندا دې مخې تهور درومي 02 د هغه سړي ياري څه يار ي نه ده چې بې ياره يې اوبه درومي تر کومي 03 زه له ورايه ورته گورم، يار مې گوره د اغيار سره دميو پيالې شومي 04 ما به څه پوښتې زما ديار له نومه يو بې رحمه، بې وفا بې مهره نومي 05 نه يې زه يوازې قتل په غمزو يم څو يې ماغوندې په وره کې دي لړومي 06 په فراق يې زما اوښکې هسې تله کا لکه څوک چې اخته شوی وي په دومي 07 دا دواړه بدان نه گوري له کسته په ښه مخ باندې ومه شه دانې، سپومي 08 که تازه يار يې ښې نه دي خوشاله! څوک په څه خوښوي غوښې د ورغومي Dictionary meaning × Headword