غزل

که د زرو مېړو سر وي خو چې مړ شي

رحمان بابا

که د زرو مېړو سر وي خو چې مړ شي

نه يې نوم په خوله اخست شي نه نومړ شي

که هېچا پړ کړی نه وي په جهان کې

و اجل ته لکه خر په خټه پړ شي

راشه راشه دا ډېر ناز او کبر مه کړه

ياره څو به دې دا ناز په جهان وړ شي

دا رخسار چې دې روښان تر آيينې دی

عاقبت به د لحد په خاورو خړ شي

مراد همه له دلبرۍ ده غزا وشوه

که د سروې په څېر څوک په قامت لوړ شي

نېکنامي له نېک خويۍ نه پيدا کېږي

دغه چاره نه په سوک نه په لوړ شي

عاقلان چې پښېمانېږي هغه نه کا

هغه سکوی د بې هنرو وي چې سپړ شي

دا خو زه له شفقته تا ته وايم

گڼه ځان له سرنوشته په چا ژغړ شي

دهوا په نغوته مه ځه که دانايې

هوايي ويشتلی غشی ژر په ځوړ شي

وران به نه کاندي يو حرف د خپلې بخرې

که په اوښکو د چا درست جهان چقړ شي

په تدبير به دتقدير کښلي نور نه کړې

د قسمتت علاج په عقل کله کړ شي

په رحمان بې ياره صبر هسې گران دی

لکه زهر چې دديده دانسته نغړ شي