غزل
که له ډېره غمه دم د چا ختی
رحمان باباکه له ډېره غمه دم د چا ختی
زه به مړ وم ستا په غم کې لرغونی
زړه مې هسې رنگ په تورو زلفو بايلود
لکه ورک په توره شپه کا څوک کالی
په يوه ساعت مې رد هم مې قبول کا
نه پوهېږم چې يې خپل يم کا پردی
په يوه لاس يې مرهم په بل خنجر دی
نه په مړيو کې حساب يم نه ژوندی
که په مرگ دعاشقانو يې رضا وي
خدای دې ما کا تر هغه واړو ړومبی
خون بها مې د ستۍ په مثل نشته
ما په خپله قبول کړی دی خپل سوی
و کوم کوم ته به ادراک د پاړو رسي
هر وېښته يې د کاکل شه منگری
څوک دې غم زما د ډېرو اوښکو نه خوري
کم به نه کا په خوردن سره ندی
دهجران په توره شپه کې زه وېرېږم
چې يې نه وينم د وصل سپين سپوږمی
د يار غم لکه مزری راباندې راشي
خدای دې پېښ په هېچا نه کاندي مزری
چې پرې غم غلطومه د شپې پاڅم
کله مې په شونډو کېږدم کله نی
که کتاب گهې رباب په لاس راواخلم
بارې درد مې په هېڅ رنگ نه کا کمی
همسايه مې واړه وواته له خوبه
که په سل کوټو دننه کړم زگېروی
که عاشق تر معشوقې پورې يو سپی دی
خدای د هجر په تېغ مه وژنه يو سپی
زه رحمان د يار په غم کې هسې ډوب يم
چې هېڅ نه وينم په سترگو مگر دی