غزل
که منصور غوندې کافر د محبت شې
خوشحال خان خټککه منصور غوندې کافر د محبت شې
ته به هاله مستقيم په شريعت شې
د هوښيارو مجالس به درته هيڅ شي
که د عشق د لېونيو په صحبت شې
د جهان خواږه به تا وته ترخه شي
که خبر د يار د مينې په لذت شې
فراغت به دې هاله و زړه ته دېرشي
که له خلکو کناره، کونج و خلوت شې
دجهان په خزانو به دې خندا شي
که تونگر په خزانو د قناعت شې
که نظر د کېميا گر درباندې وشي
که ته خاورې يې تر زرو به قيمت شې
د بې آبې مرغلې هيڅ قيمت وي
په زېبا سيرت به قدر د صورت شې
ای خوشاله بتخانې دي زړې ډونډې
خليلي ناره پرې وکړه په همت شې