غزل که منصور غوندې کافر د محبت شې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که منصور غوندې کافر د محبت شې ته به هاله مستقيم په شريعت شې 02 د هوښيارو مجالس به درته هيڅ شي که د عشق د لېونيو په صحبت شې 03 د جهان خواږه به تا وته ترخه شي که خبر د يار د مينې په لذت شې 04 فراغت به دې هاله و زړه ته دېرشي که له خلکو کناره، کونج و خلوت شې 05 دجهان په خزانو به دې خندا شي که تونگر په خزانو د قناعت شې 06 که نظر د کېميا گر درباندې وشي که ته خاورې يې تر زرو به قيمت شې 07 د بې آبې مرغلې هيڅ قيمت وي په زېبا سيرت به قدر د صورت شې 08 ای خوشاله بتخانې دي زړې ډونډې خليلي ناره پرې وکړه په همت شې Dictionary meaning × Headword