غزل
که مې سترگې د باور کړې سره لواتې
خوشحال خان خټککه مې سترگې د باور کړې سره لواتې
په جهان کې خو نېکي ده نورې باتې
که دې لاس دنېکۍ نه رسي، د زړه کړه
راشه واوره، الاعمال بالنياتې
په جهان کې که حجاج، که نوشېروان و
هم دا داد او دا بېداد شو ځنې پاتې
له قسمته به نه کم، نه به څه زيات شي
دا دې واړه اندېښنې دي کم و زياتې
که په څه هنر دې هومره لاس رسېږي
چې به ته کړې د مرگي لښکرې ماتې
بيا هاله په جهان خوښ گرځه، هوس کړه!
گڼه نورې اندېښنې دي بې ثباتې
د دنيا ودانې خونې چې ليدای شي
عاقبت به يې مرگی کاندي ميراتې
له دنيا نه هم هغو ده بخر وړې
چې يې نوم شي د نېکيه په کې پاتې
سر تر پايه د خوشال سره لباس کړې
خدای دې واخله لباسي دنيا کم ذاتې