غزل
که مې هر څو ته بادشاه يې، زه گدا يم
خوشحال خان خټککه مې هر څو ته بادشاه يې، زه گدا يم
مخ له مانه مه جارباسه، مبتلا يم
زه چې ستا د غلاميې داغ لرمه
هيڅوک ځان سره سم نه گڼم، بادشاه يم
د خاطر ور مې تړلی دی په غيرو
له عالمه سره ناست په فکر ستا يم
که دې څوک په درد دردمن دي زه دردمن يم
که دې څوک د تلي خاورې، زه خاکپايم
کله ستا د راز خبرې په کاغذ کښم
کله ستا له مخه حال قلم ته وايم
د ښه مخ د عاشقانو دې شمار نشته
ولې زه په همه واړو کې يکتا يم
خادمانو له شمارې مې محروم مه کړه
که د نورو انعامونو دې نه ښايم
که په ما مهر کرم کوې نه ښايې
که په ما جور و ستم کوې سزا يم
تا خوشال و ته ويل چې څه په کار يې
که په کار، که نه په کار يم، خو هم ستا يم