غزل که مې هر څو ته بادشاه يې، زه گدا يم Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که مې هر څو ته بادشاه يې، زه گدا يم مخ له مانه مه جارباسه، مبتلا يم 02 زه چې ستا د غلاميې داغ لرمه هيڅوک ځان سره سم نه گڼم، بادشاه يم 03 د خاطر ور مې تړلی دی په غيرو له عالمه سره ناست په فکر ستا يم 04 که دې څوک په درد دردمن دي زه دردمن يم که دې څوک د تلي خاورې، زه خاکپايم 05 کله ستا د راز خبرې په کاغذ کښم کله ستا له مخه حال قلم ته وايم 06 د ښه مخ د عاشقانو دې شمار نشته ولې زه په همه واړو کې يکتا يم 07 خادمانو له شمارې مې محروم مه کړه که د نورو انعامونو دې نه ښايم 08 که په ما مهر کرم کوې نه ښايې که په ما جور و ستم کوې سزا يم 09 تا خوشال و ته ويل چې څه په کار يې که په کار، که نه په کار يم، خو هم ستا يم Dictionary meaning × Headword