غزل
که ناگاهه را ښکاره شي هغه خوبه
خوشحال خان خټککه ناگاهه را ښکاره شي هغه خوبه
زړه به يوسي له عاقله له مجذوبه
رقيبان به سر نگون له غمه پرېوځي
که په رای کې د خپل يار درومي محبوبه
هر زمان په نوي، نوي غم اخته شم
چې تل تل نوې ښېوه کا د لاشوبه
د يوسف د مينې لاف واړه عالم کا
ولې بل پسې ړوند نه شو بې يعقوبه
که لا څه درته د سر و مال وجود وي
په دا فکر به ور نه شي بې مطلوبه
ته يې تل په سر دعا کوه خوشاله!
که دې نوم په ژبه نه اخلي محبوبه