غزل

که ناگاهه را ښکاره شي هغه خوبه

Khushal Khan Khattak

که ناگاهه را ښکاره شي هغه خوبه

زړه به يوسي له عاقله له مجذوبه

رقيبان به سر نگون له غمه پرېوځي

که په رای کې د خپل يار درومي محبوبه

هر زمان په نوي، نوي غم اخته شم

چې تل تل نوې ښېوه کا د لاشوبه

د يوسف د مينې لاف واړه عالم کا

ولې بل پسې ړوند نه شو بې يعقوبه

که لا څه درته د سر و مال وجود وي

په دا فکر به ور نه شي بې مطلوبه

ته يې تل په سر دعا کوه خوشاله!

که دې نوم په ژبه نه اخلي محبوبه