غزل

که نظر کا څوک په کار د دروېشانو

رحمان بابا

که نظر کا څوک په کار د دروېشانو

خود به وويني وقار د دروېشانو

په دغه لارې به ورشي خدای رسول ته

که څوک يون کاندي په لار د دروېشانو

هر گفتار به يې د خدای په در قبول وي

چې قبول يې وي گفتار د درويشانو

هسې گرم بازار بل په جهان نشته

لکه گرم دی بازار د دروېشانو

په يوه قدم تر عرشه پورې رسي

ما ليدلی دی رفتار د دروېشانو

هومره خلک يې زيارت کا پس له مرگه

چې بازار وي په مزار د دروېشانو

بادشاهان ددې دنيا واړه پراته دي

لکه خاورې په دربار د دروېشانو

هر بهار لره خزان په جهان شته دی

خزان نه لري بهار د دروېشانو

د جنت د باغ گلونه به يې هېر شي

که څوک وويني گلزار د دروېشانو

چې دنيا يې کړه د خدای د پاره ترکه

صد رحمت شه په روزگار د دروېشانو

د قارون و حال ته گوره حال يې څه شه

راشه مه کوه انکار دروېشانو

په هر چا چې د غضب لينده کا ښځه

خطا نه درومي گذار د دروېشانو

که د زړه سترگې بينا وي وبه ويني

لکه نمر هسې انوار د دروېشانو

که دې زړه وي چې دې زنگ شي د زړه لرې

راشه وگوره ديدار د دروېشانو

که مراد دنياوي اُخروي غواړې

هرگز مه پرېږده جوار د دروېشانو

درست ديوان د رحمان ځار تر دا غزل شه

چې بيان يې کړ کردار د دروېشانو