غزل
که نظر په ماتو گوډو د روزگار کړې
رحمان باباکه نظر په ماتو گوډو د روزگار کړې
هومره نه دي چې حساب يا به يې شمار کړې
په هر غم کې خاموش اوسه او که نه وي
د بدخواه خاطر به ښه دوست به آزار کړې
صبر ونيسه په مخ کې مراد غواړه
په تلوار به هېڅ ونه کړې که تلوار کړې
رضا پاسله و قضا ته فراغت شه
او که نور څه نور څه وايې ځان به خوارکړې
آزادي او کاروبار دي وبله لېرې
لاس له کاروباره وباسه که کار کړې
چې په خپله يې فاني بولې رحمانه!
ترو بيا څه په هغو چارو اعتبار کړې