غزل

که نماښام تر ستوني ښکته کړې حلوا

رحمان بابا

که نماښام تر ستوني ښکته کړې حلوا

سبا حواست کوې له خدايه د ښوروا

په هېڅ حال کې دې قرار و صبر نه شي

لېونی کړې ډېر حرص ډېرې هوا

تمامي عمر تر يار تر عزيز پورې

يوې گېډې مختورن کړې هم رسوا

چې په خپلې رسوايۍ دې پروا نه شي

نور به څه کړې په جهان د چا پروا

چې د نفس دد پاره لاس و خدای ته نيسي

دا زحمت له خدايه غواړې که دوا

نفس بې شماره عالم پرېيست و کوهي ته

خدای دې نه کا نابينا د چا پېشوا

په روا په ناروا کله پوهېږي

و چارپای ته څه روا څه ناروا

چار پايان که غوږ او سترگې لري څه شو

په معنی کې نابينا دي ناشنوا

زه رحمان له هغه علمه پناه غواړم

چې له دينه له مذهبه وی سيوا