غزل

که په عقل پسې لاړم په کار نه شۀ

رحمان بابا

که په عقل پسې لاړم په کار نه شۀ

که له بخته مې ياري غوښته يار نه شۀ

غرونه غرونه خوب په څاڅکي اوبو تښتي

يار په سيند زما د اوښکو بيدار نه شه

معلومېږي زه کم بخت د درست جهان يم

چې د درست جهان دلدار مې دلدار نه شه

ما غندي او رقيب ستايي طالع گوره

چې سړی ورته د سپي په مقدار نه شه

که يې سل ځله اقرار راسره وکړو

دا زما ناقرار زړه په قرار نه شه

بې غمونو چې يې وخواړه يو ځبله

په دنيا کې مې بل هېڅوک غم خوار نه شه

که مې سل نصيحتونه د زړه ور کړه

هغه خدای بې لارې کړی په لار نه شۀ

سهل کار دی که رحمان په زړه آزار شوم

چې خاطر د هغې مستې آزار نه شۀ