غزل

که په باغ کې رنگا رنگ گلونه ډېر وي

خوشحال خان خټک

که په باغ کې رنگا رنگ گلونه ډېر وي

هسې نه چې دگلاب د گل په څېر وي

اشنايي دې گبينه ده، که شکرې

چې خواږه يې په څو رنگه رابرسېر وي

ستا دوره د سپينو څو ثنا، صفت کړم

چې تر پېره ميره زړه وته راتېر وي

آرزو به د حيوان د اوبو نه کا

عاشقان دې چې د خولې په ميو سېر وي

چې په عشق سره ژوندي دي مرگ يې نشته

که په گور کې تر دا تورو خاورو زېر وي

د غمزې تورې يې هر چېرته وژل کا

لور په لور يې شهيدان په دا شمشېر وي

تل يې لوبې دي زما د زړه په وينو

ستا دسترگو آهو ماته لکه شېر وي

ستا د زلفو هر هر پېچ وته چې گورم

همگي په رنگ و بوی لکه کستېر وي

چې خوشال دې يوزمان ديدن ونه کا

يو زمان ورته ترکاله هم لا ډېر وي