غزل که په باغ کې رنگا رنگ گلونه ډېر وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که په باغ کې رنگا رنگ گلونه ډېر وي هسې نه چې دگلاب د گل په څېر وي 02 اشنايي دې گبينه ده، که شکرې چې خواږه يې په څو رنگه رابرسېر وي 03 ستا دوره د سپينو څو ثنا، صفت کړم چې تر پېره ميره زړه وته راتېر وي 04 آرزو به د حيوان د اوبو نه کا عاشقان دې چې د خولې په ميو سېر وي 05 چې په عشق سره ژوندي دي مرگ يې نشته که په گور کې تر دا تورو خاورو زېر وي 06 د غمزې تورې يې هر چېرته وژل کا لور په لور يې شهيدان په دا شمشېر وي 07 تل يې لوبې دي زما د زړه په وينو ستا دسترگو آهو ماته لکه شېر وي 08 ستا د زلفو هر هر پېچ وته چې گورم همگي په رنگ و بوی لکه کستېر وي 09 چې خوشال دې يوزمان ديدن ونه کا يو زمان ورته ترکاله هم لا ډېر وي Dictionary meaning × Headword