غزل
که په گنج د شاهۍ فخر شهريار کا
رحمان باباکه په گنج د شاهۍ فخر شهريار کا
عاشقان يې د دلبرو په رخسار کا
خر ته پوشو په خرقه کې دی موندلی
هغه خط چې په دنيا کې دنيا دار کا
پتنگانو لره ورکړ خدای په اور کې
هغه عيش چې يې بلبلې په گلزار کا
نېک ساعت په بد بدل د هېچا مه شه
په وصال کې غم د هجر ور دوڅار کا
نفس د گور و د مور يو دی په معنی کې
خو په جدايې تور لحد په چا بازار کا
د بېړۍ په ډوبېده چې خدای راضي شي
يگانگي د زړونو کله هلته کار کا
هغه مخ چې مادر زاد ښايسته نه وي
مشقت د مشاطې واړه مردار کا
يار د ناز له خوبه پاڅي پسې گرځي
چې فلک دعاشقانو بخت بيدار کا
نيمه شپه يې يار تر سره پورې کښېني
لکه شمع چې څوک بله په مزار کا
د مستۍ دهوښيارۍ يې يون څرگند وي
په هر چا کې چې څه وي هسې رفتار کا
د بلبلو نغمه زاغ کولی نه شي
هر سرود آواز په طور د خپل تار کا
رحمان هسې بې وقوف سوداگر نه دی
چې د دين متاع بدله په دينار کا