غزل

که په هجر کې څوک ما پښتي له حاله

رحمان بابا

که په هجر کې څوک ما پښتي له حاله

حال خو دا دی چې ناتوان يم بې مجاله

زه چې نه شوم تېرېدی له يوه خسه

مينې تېر کړم هم تر سره هم تر ماله

نه حجت لرم نه عذر بې چاره يم

چې يې زړه هغه راکاندي نونهاله

چې مې لاس دمهرويانو پېچاوي کړه

لاس مې وواته له آله له عياله

زه د يار په ديدن ځکه شتابي کړم

چې د عمر بقا نه وينم تر کاله

چې تر حسنه تر جماله يې ځار نه شوم

شرمنده يم دخوبانو تر جماله

ته و ماته نصيحت مه کړه ناصحه

عشق بې نياز دی له ثوابه له وباله

بې د خپل اشنا د حسن له تعريفه

هېڅ مې مه پوښته له نوره قيل و قاله

ما د عشق په درس کې نور څه لوستي نه دي

بې له زلفو بې له خطه بې له خاله

په دنيا په آخرت مې دې خدای نه کا

بې نصيب د مهرويانو له وصاله

زه رحمان به ديار وصف تمام نه کړم

که مې هر وېښته زبان شي په زر کاله