غزل

که په زغرو په جيبو کړې نېزې څوړې

خوشحال خان خټک

که په زغرو په جيبو کړې نېزې څوړې

چې نېکي در څخه نشته واړه کوړې

د هر چا سره خوږه ژبه بايده ده

په خوږه ژبه مار هم ووځي له سوړې

واړو دوړو سره پوځ د سورو نه وي

په جهان کې لږې نه دي تشې دوړې

ياوه گوی، د راز زبان مه شه که گورې

بېهوده خبرې مه کړه پوچې بوړې

د غفلت په خوب ويده په غفلت تللی

د خوشال خوږې خبرې نه دي کروړې