غزل
که په زغرو په جيبو کړې نېزې څوړې
Khushal Khan Khattakکه په زغرو په جيبو کړې نېزې څوړې
چې نېکي در څخه نشته واړه کوړې
د هر چا سره خوږه ژبه بايده ده
په خوږه ژبه مار هم ووځي له سوړې
واړو دوړو سره پوځ د سورو نه وي
په جهان کې لږې نه دي تشې دوړې
ياوه گوی، د راز زبان مه شه که گورې
بېهوده خبرې مه کړه پوچې بوړې
د غفلت په خوب ويده په غفلت تللی
د خوشال خوږې خبرې نه دي کروړې