غزل که په زړه کې دې د يار مينه ځايي ده خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 که په زړه کې دې د يار مينه ځايي ده سکه ناحقه دې له غيرو اشنايي ده 02 مخ يې کله د يوسف غودې زېبا دی د يوسف تر مخ يې زياته زېبايي ده 03 چې يې رای دخپل خاطر وي، هم هغه کا په دلبرو مسلمه خودرايي ده 04 که دې زړه وي چې دا خوږ خاطر مې روغ کړې! دلبانو مچه راکړه موميايي ده 05 زه او ستا د دواړو شونډو، مې هغو زده چې يې نن په لاس نيولې پارسايي ده 06 د معشوقې په ترخه کې ډېر خواږه دي که يې گورې! نېکنامي يې رسوايي ده 07 چې په خلکو کې د وزخ، دوزخ يادېږي بل دوزخ په جهان نشته جدايي ده 08 په پېغور، په تور، په زور به ځنې نه ځي د هر چا چې خپله بخره شيدايي ده 09 د افسون، د سحر کار دا هسې نه وي د خوشال په زړه کې دا مينه ځايي ده د قاموس مانا × اصلي کلمه