غزل
که پخوا تر اشناييه وی بېلتون
رحمان باباکه پخوا تر اشناييه وی بېلتون
ما به نه و له چا کړی پيوستون
چې مې يار په سترگو وليد ما گومان کړ
چې هم دا ساعت مې بيامونده ژوندون
په نيمگړي دا د خبر د فلک نه وم
چې به بيا شي پستنه را څخه ستون
نن ساعت چې له دې حاله خبردار شوم
سکه تر نن ورځې بهتره وه پرون
هر زحمت چې په ما راشي شکرانه کړم
عاشقۍ تر هسې حده کړم زبون
اوس که لاس پر بله مږم هېڅ سود نه کا
هغه چار چې مې له لاسه شوه بېرون
لکه نمر په څلورم اسمان ځلېږي
محبت يې له حجابه کړم بېرون
چا چې رخه له ښه مخه راکوله
اوس دې سور په نيلي گرځي د گردون
په دا هسې حال کې څرنگ صبوري شي
چې دښمن دې کامراني کا ته محزون
که په صبر سره تور کاڼی لعل کېږي
لعل يې مه کړه په دا هسې شواخون
د دنيا هوس په ما باندې حرام شه
د هوسۍ هسې کړم شپه په مېږتون
درېغه يو ځله هغه زما په حال شوی
چې و ماته لولوي صبر و سکون
و رحمان ته ځان هغه گړۍ اسمان شي
چې د ستا په غم کې ناست وي سر نگون