غزل
که قدم دې د وفا په لارې ټينگ کړ
خوشحال خان خټککه قدم دې د وفا په لارې ټينگ کړ
د خوشال په پوهه دا ده رستمي
راشه گوره! خلقه نصيب په څو خوري
تورې نو رځوانان وهي منصب سدو خوري
په غارونو کې مزري څټي منگولې
په تياره کې د گردې وازدې پيشو خوري
هغه ډک طباخ په سپي خوړلی ښه دی
چې تر څنگ يې د عورتو په سوپرو خوري
لکه څوک چې ډک چلم څکوي په غم کې
فراقجن هسې لوگی د اندېښنو خوري
د فلک د ناقابل سره غيرت دی
ناقابل به د نباتو حلوا څو خوري
لا به کله هغه گنج ورکوې بخته!
چې خوشال به يې په پليو په سورو خوري