غزل که قدم دې د وفا په لارې ټينگ کړ Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که قدم دې د وفا په لارې ټينگ کړ د خوشال په پوهه دا ده رستمي 02 راشه گوره! خلقه نصيب په څو خوري تورې نو رځوانان وهي منصب سدو خوري 03 په غارونو کې مزري څټي منگولې په تياره کې د گردې وازدې پيشو خوري 04 هغه ډک طباخ په سپي خوړلی ښه دی چې تر څنگ يې د عورتو په سوپرو خوري 05 لکه څوک چې ډک چلم څکوي په غم کې فراقجن هسې لوگی د اندېښنو خوري 06 د فلک د ناقابل سره غيرت دی ناقابل به د نباتو حلوا څو خوري 07 لا به کله هغه گنج ورکوې بخته! چې خوشال به يې په پليو په سورو خوري Dictionary meaning × Headword