غزل که رښتينی محبت لرې مه ناړه خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 که رښتينی محبت لرې مه ناړه! په يوه ناره بېل شوی يار وژاړه 02 د رسا ويشتلي کله توان د ږغ وي په فراق کې نارې مه وهه له باړه 03 په معنی کې جدايي نشته، وصال شته لکه څوک له خپله ياره لاس تر غاړه 04 دا ديدن لکه په پټو سترگو کېږي دا ديدن له وازو سترگو نه مه غواړه 05 ليلا پلار کره په سل پردو کې ناسته مخامخ ده و مجنون وته ولاړه 06 پس له مرگه هم جدا نه وي رښتيني په يوه لحد کې ورشي سره دواړه 07 د رښتينې مينې ډار د زوال مه کړه چې رښتينی عشق لري سلام په واړه 08 د يار غم دې د خوشال له دله نه ځي د فاني دنيا خوښي کله لاړه، لاړه د قاموس مانا × اصلي کلمه