غزل که رښتينی محبت لرې مه ناړه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که رښتينی محبت لرې مه ناړه! په يوه ناره بېل شوی يار وژاړه 02 د رسا ويشتلي کله توان د ږغ وي په فراق کې نارې مه وهه له باړه 03 په معنی کې جدايي نشته، وصال شته لکه څوک له خپله ياره لاس تر غاړه 04 دا ديدن لکه په پټو سترگو کېږي دا ديدن له وازو سترگو نه مه غواړه 05 ليلا پلار کره په سل پردو کې ناسته مخامخ ده و مجنون وته ولاړه 06 پس له مرگه هم جدا نه وي رښتيني په يوه لحد کې ورشي سره دواړه 07 د رښتينې مينې ډار د زوال مه کړه چې رښتينی عشق لري سلام په واړه 08 د يار غم دې د خوشال له دله نه ځي د فاني دنيا خوښي کله لاړه، لاړه Dictionary meaning × Headword