غزل

که سل ځله هم کنار وهم بغل شي

رحمان بابا

که سل ځله هم کنار وهم بغل شي

د دنيا مين به واړه سره بيل شي

دا چې اوس په يوه کور کې سره ناست دي

عاقبت به يې جدا جدا منزل شي

داگلونه چې يې ځای دی په دستار کې

همه واړه به تر پښو لاندې غوبل شي

دا پی مخی چې يې مخ د نمر په څېر دی

تور وېښته به يې په مخ باندې ځنگل شي

داشېرين شېرين شربت چې دوصال دی

د هجران په وخت به زهر هلاهل شي

ما ديار په بېلتانه کې دی ليدلی

که دانا د زمانې وي مبدل شي

پښه له وېرې د وصال په ځمکه نه ږدي

چې خبر د جدايۍ په دل دل شي

ددې هسې رنځ علاج به څوک په څه کا

چې نه فهم د چا رسي نه اټکل شي

که د غرونو په سر گرځي سر يې ټيټ وي

هر چې زړه يې دخوبانو په يرغل شي

د رحمان خاطر غمونو هسې زنگ کړ

مگر جام دميوناب وي چې صيقل شي