غزل

که ستا خپله سيه وريي نه وی دوښمنه

رحمان بابا

که ستا خپله سيه وريي نه وی دوښمنه

آيينه زما د زړه نه ده خچنه

ته چې ما ته په نظر د عيب گورې

دغه واړه عيب ستا دی عيب جنه

خپل صورت په آيينه کې هر څوک ويني

که څېره دچا صفا وي که رېمنه

چوهاری د حلال خور په نامه بولي

له ښو خلکو بدگويی نه ده ممکنه

ته چې بد له بله وايې، زه وېرېږم

چرې خپله بدي نه کړې معينه

تر هغه نه وړومبی عيب ستا څرگند شي

و هر چا وته چې کړې د چا غندنه

هر رنگ تخم چې کرې هغه به اخلې

خپله خپله مېوه نيسي هره ونه

که له خپله عيبه ځان ژغورې رحمانه!

د هېچا له عيبه مه کوه پوښتنه