غزل

که ترې ولوښته شاهان او سلطانان

رحمان بابا

که ترې ولوښته شاهان او سلطانان

هېڅ نيمگړی په چا نه شه دا جهان

که هزار هزار فنا شي په يو دم کې

بيا پيدا شي په يو دم کې هزاران

د رفت و د آمد حساب يې نشته

لکه بحر چې بهېږي بې پايان

يو د بل په غم نه نرم وي نه گرم

هم د هغه زده چې ور يې شي په ځان

پيغمبر غوندې صاحب تر دنيا تېر شه

دا دنيا يې ورانه نه شوه په هجران

چې دا هسې عالم لاندې شه تر خاورو

د چا ياد دي ما او تا غوندې سگان

که غلبېل کړم د تمامې دنيا خاورې

بيا به نه مومم دارا او شاه جهان

بوی د نام او د نښان يې پاتې نه شه

چې دعوی يې کړه د نام او د نښان

که دروغ وايم ته ورشه نظر وکړه

د خپل پلار او د نيکه په گورستان

چې يې ته په دواړو سترگو ښکولې

گوره څه شوې هغه خولې هغه لبان

چې مدام يې په قربان قربان بللې

اوس دې غږ درباندې وکا چې قربان

د رحمان و سوزان شعر ته حيران يم

چې يې اور بل شوی نه دی په ديوان