غزل
که هر څو په صحرا سر شوم هم په کليو
رحمان باباکه هر څو په صحرا سر شوم هم په کليو
بيا نه موند هېڅ خبر د هغو تلليو
هر اشنا چې مخ پنهان کا نه يې مومم
که يې غواړم شپه او ورځ په سورو پليو
خدای زده کومه خوا ته لاړل حال يې څه دی
خبر نه يم د گړنگ له پرېوتليو
له دې غمه مې زړه چوي که څوک خبر وي
لږ په ما هم خبر وکړئ خدای ساتليو
پس له دې به چرته درومئ ځای مو کوم دی
راته وايئ د دنيا په سرای راغليو
گوندې ستاسو په مخ زه هم وپسنده شم
لاس د خدای و درته ونيسئ پسندليو
هېڅ خبر يې په هېڅ لوري موندی نه شي
که يې غواړي شپه او ورځ په سورو پليو
له ناپوهه خلکه نه کېږي پوښتنه
زه و تاسو وته وايم پوهېدليو
خبر نه يم چې په باب مې کښلي څه دي
زه رحمان په اندېښنه يم له دې ښکليو