غزل

که هر څو يې په دا خپل حسن کې لويه

خوشحال خان خټک

که هر څو يې په دا خپل حسن کې لويه

د يارييې حق هم پېژندلی بويه

ما به زړه له تانه وتاړه په بله

که موندای شوای هسې تاغوندې دلجويه

د شرابو په خوړو کې فهم وکړه

چې دې نه شي دا پياله له لاسه تويه

چې مکان يې نا پيدا، نشان يې نشته

څوک به څه غواړي د سپينو بازو هويه

د تشنه خو د اوبو سره مقصود وي

که اوبه يې د درياب وي، يا له جويه

عاقبت به برخوردار په خپل مراد شي

که دپلار په نصيحت کې درومي زويه

د خوشال ويل خواږه تر نيشکر دي

که په خوند يې خبردار شې ويې ژويه