غزل که هر څو يې په دا خپل حسن کې لويه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که هر څو يې په دا خپل حسن کې لويه د يارييې حق هم پېژندلی بويه 02 ما به زړه له تانه وتاړه په بله که موندای شوای هسې تاغوندې دلجويه 03 د شرابو په خوړو کې فهم وکړه چې دې نه شي دا پياله له لاسه تويه 04 چې مکان يې نا پيدا، نشان يې نشته څوک به څه غواړي د سپينو بازو هويه 05 د تشنه خو د اوبو سره مقصود وي که اوبه يې د درياب وي، يا له جويه 06 عاقبت به برخوردار په خپل مراد شي که دپلار په نصيحت کې درومي زويه 07 د خوشال ويل خواږه تر نيشکر دي که په خوند يې خبردار شې ويې ژويه Dictionary meaning × Headword