غزل که هزار ځله نژدې د زړه په ياد يم رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 که هزار ځله نژدې د زړه په ياد يم زه چې يار په سترگو نه وينم ناښاد يم 02 که يار سل ځله وعدې د وصال وکا زه له ډېرې تلوسې بې اعتقاد يم 03 په جفا او په وفا يې لارغه نه شي پُر حذر د ناز پرور په قرار داد يم 04 د بې نيازو په نياز څه اميد د کړو دی زه پرون سلطان خسرو وم نن فرهاد يم 05 که همه عمر مې يار په غېږ کې ناست وي زه همه عمر له هجره په فرياد يم 06 يو زمان مې د زړه مراد موندلی نه دی پيدا کړی خدای په اصل کې نامراد يم 07 د وصال په يوه کال مگر بر پای شم د هفتې په هجر هسې بې بنياد يم 08 په وصال کې مې د هجر طمع نه وه حق حيران متفکر په دا فساد يم 09 چې يې نوره نتيجه نشته بې غمه حق حيران د عاشقۍ په دغه داد يم 10 که د يار له لاسه اور راباندې بل وي لکه شمع مستقيم په خپل استاد يم 11 بې مېنه قراری راباندې زوږ دی شپه او ورځ په حرکت کې لکه باد يم 12 بې له عشقه چې مې پړی شه د پوزې گڼه نور له جملگي قيده آزاد يم 13 که مې پېرې که مې پلوري چاره نشته زه رحمان د ښايسته وو خانه زاد يم د قاموس مانا × اصلي کلمه