غزل
که يو گل و ماته راکړې دخپل باغ
خوشحال خان خټککه يو گل و ماته راکړې دخپل باغ
خدای دې تا ترو تازه لري تل باغ
ستا له باغه يو گل ما لره دولت دی
په په سل رنگه گلونه د بل باغ
چې ورتله دې باندې نه وي، سپېره ډاگ وي
په راتله دې شي درست ملک و بورجل باغ
په خوږو خوږو مېوو، په گلو ډک وي
چې ښکاره کړې راته ته په ښکنځل باغ
د ښه مخ دگلستان بلا هجران دی
تل گلونه په خزان رېژول باغ
نور باغونه د نوروز په وخت غوړيږي
په اهار کا غوړېده د کابل باغ
همېشه به پرې نارې وي د بلبلو
دا چې ساز کړ نن خوشال په ويل باغ