غزل که يو گل و ماته راکړې دخپل باغ Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که يو گل و ماته راکړې دخپل باغ خدای دې تا ترو تازه لري تل باغ 02 ستا له باغه يو گل ما لره دولت دی په په سل رنگه گلونه د بل باغ 03 چې ورتله دې باندې نه وي، سپېره ډاگ وي په راتله دې شي درست ملک و بورجل باغ 04 په خوږو خوږو مېوو، په گلو ډک وي چې ښکاره کړې راته ته په ښکنځل باغ 05 د ښه مخ دگلستان بلا هجران دی تل گلونه په خزان رېژول باغ 06 نور باغونه د نوروز په وخت غوړيږي په اهار کا غوړېده د کابل باغ 07 همېشه به پرې نارې وي د بلبلو دا چې ساز کړ نن خوشال په ويل باغ Dictionary meaning × Headword